‏په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر، مولوي ګل حسن حسن افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره کتلي.

مسکو کې افغان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو د سوداګرۍ پر پراختیا، افغانانو ته د ویزو پر اسانتیاوو او پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

ښاغلي حسن د کابل پر وړاندې د مسکو مثبت دریځ ستایلی او ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي ګډو همکاریو پراختیا ته چمتووالی لري.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version