عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د ولس د غوښتنې او د هېواد د روغتيايي سیسټم رغونې په اساس د شفري نسخو د مخنیوي لپاره د دغه وزارت د رهبرۍ په هدایت ځانګړې کمیټه جوړه شوه.

د سرچينې په خبره دغه کمېټه به د هېواد په کچه د ډاکټرانو له لوري د شِفري نسخو د ليکلو د مخنیوي پر څرنګوالي کار تر سره او یاده موضوع له نږدې په جدي ډول تعقیب کړي.

ياده دې وي چې ګڼ شمېر خلک هېواد کې د ډاکټرانو له لوري د شِفري نسخو ليکل د طبابت د اخلاقو خلاف کار ګڼي او په وينا یې ډاکټران ياده چاره د تجارت په موخه ترسره کوي، څو نور درملتونونه یې نسخې ونه شي لوستلای.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version