‏د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي زابل ته د سفر په ترڅ کې د بیرته راستنېدونکو کډ‌والو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارو پرانیسته کړې.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا ښارګوټی به په ۴ زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې په کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي حنفي د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړی چې ا.ا کډوالو ته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اړوندو سیمو کې د استوګنې برابرولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

د یادونې ده چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اخراج د نوې لړۍ له پیل راهیسې د سرپرست حکومت له خوا دغو کډوالو ته د هستوګنې ګڼ شمېر ښارګوټي پرانیستل شوي دي.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version