‏د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده چین ته د سفر پر مهال د یاد هېواد لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې.

د نوموړي په وینا، د یاد بندر مسؤلینو د افغانستان خصوصي سکټور ودې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او حیرتان–مزار شریف نایب اباد تم‌ځای کې د خشکه بندر رامنځته کولو او یاد بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو پر انتقال ټینګار کړی.

د چین لانژو خشکه بندر ستراتیژیک اهمیت ته په کتو رغول شوی، چې د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د چین له بېلابېلو ولایتونو څخه د همدې بندر له لارې مزار شریف ته لېږدول کیږي.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version