د ایران د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې، ایران به د هیڅ یوې جګړې پیل کوونکی نه وي خو په وینا یې، چې هېواد یې هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو دی.

سرچينې د نوموړي له قوله ويلي، تېر کال د ایران لپاره له ننګونو ډک کال و او ټینګار یې کړی، چې سپاه پاسداران ځواکونه د دښمن د ماتولو وړتیا لري او د همدې هدف لپاره رامنځ ته شوي دي.

سلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې، تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو، چې هېواد یې له امریکا سره برابر او له ګواښونو پرته خبرو ته چمتو دی.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version