د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو چارواکو له لوري د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند د جوړولو چارې د ۱۶۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یادې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، چې د شفلوغ بند جوړولو څخه موخه د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او د موسمي سېلابونو کنټرول دی.

ښاغلي منصور د خبرو پر دوام، په هېواد کې اسلامي نظام یو ستر الهي نعمت وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه نظام په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې امنیت، روڼتیا، قومي یووالی او اقتصادي پراختیا راوړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې پام لري په ارزګان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي او په راتلونکي کې به شته امکاناتو ته په کتو سره د یادو پروژو د ترسره کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

د یادونې ده، چې شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره په سور سره د ۸۵۴ زره او ۱۰۶ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا او ۲۵۹ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version