د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکو موټرو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټیکر یې ترلاسه کړی، خبر ورکړی چې له اړوندو ولایتونو خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.

اعلامیه کې راغلي، چې ټول هغه ښي لاس اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري د روان ۱۴۰۴ کال د شپږمې میاشتې له ۸مې نېټې وروسته دې له کابل ولایت څخه ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څېښتنان دې په لنډه موده کې، د خپلې خوښې په ولایتونو کې د موقتو پلېټونو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې هغه ښي لاس اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدا اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نشي تللی.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې ښي‌لاس موټرونه د ګڼو ترافیکي پېښو سبب شوي او ښايي په نږدې راتلونکي کې پرې نور محدودیتونه هم ولګول شي. وزارت له خلکو غوښتي چې له دغو وسایطو د پېرلو ډډه وکړي، تر څو د نورو پېښو مخنیوی وشي.

Share.
Leave A Reply

Exit mobile version